۰

د بلخ د نوي امنیه قوماندان له معرفي کېدو سره سم ښار کې ډزې پیل شوې دي

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
راپورونه وایي، د بلخ د نوي امنیه قوماندان د ټاکل کېدو پر سر د حکومت او استاد عطامحمد نور تر منځ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي او حالات کړکېچن شوي دی.
د بلخ د نوي امنیه قوماندان له معرفي کېدو سره سم ښار کې ډزې پیل شوې دي
راپورونه وایي، د بلخ د نوي امنیه قوماندان د ټاکل کېدو پر سر د حکومت او استاد عطامحمد نور تر منځ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي او حالات کړکېچن شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د دغه خبرو له بې پایلې کېدو سره سم د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ شاوخوا ډزې هم پیل شوې دي.

راپورونه وايي، ډزې هغه مهال پیل شوې، چې ځانګړو پولیسو هڅه کوله، نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان معرفي کړي.

دا هم ویل کېږي، چې نوی امنیه قوماندان قوماندانۍ ته بېول شوی دی، خو ډزې لا هم دوام لري.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطا محمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و، په هېڅ صورت به هغه ته د کار اجازه ورنه کړي.

ښاغلي نور په یوه خبرپاڼه کې د بلخ لپاره د نوي امنیه قوماندان ټاکل د ارګ له خوا یوه دسیسه وبلله او ویې ویل، ارګ هڅه کوي د بلخ د خلکو ارام وضعیت ناارامه کړي.

نوموړي په خپلو تازو څرګندونو کې چې پر خپله فسبوک پاڼه یې خپرې کړې ویلي ارګ دا ځل جګړه د مزار ښار ته راوړه او زموږ د خلکو ارام ژوند یې ناارامه کړ.

هغه زیاته کړې، دا چې اوس زموږ پر خلکو برید شو، نو د خپلو ښاریانو د دفاع لپاره په مال او ځان ولاړ یې او هر ډول دفاع به ترې وکړم.

ښاغلي نور د بلخ له اوسېدونکو غوښتي خپل غزت او حیثیت د ساتنې په موخه هر ډول چمتوالی ولري.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، نوی امنیه قوماندان قوماندانۍ ته ورغلی او رسمآ یې په خپله دنده پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ښار بشپړ د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی او ۲۵ تنه هغه کسان چې پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کړې وې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په دغه ډزو کې یو پولیس هم ټپي شوی دی او دا مهال د سیمې تصفیه روانه ده.
ا
جمهورخبري آژانس: بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي