۰
امریکا:

پاکستان هڅه کوي د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېرې کړي

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محکمې په یوه راپور کې ویلي پاکستان هڅه کوی، د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېري کړي.
پاکستان هڅه کوي د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محکمې په یوه راپور کې ویلي پاکستان هڅه کوی، د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېري کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې محکمې دغه څرګندونې د پاکستان د حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم سره د وروستیو زور زیاتیو په پار کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي، پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځورولي او د هغوی د حوصلو ماتولو هڅه یې کړې، چې دا خبله له لکږکیو سره د پاکستان د تشدد ښکارندويي کوي.

دغه راپور د امریکا کانګرس ته هم وړاندې شوې او په کې ویل شوي«پاکستان پښتانه وژلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د غږ د غلي کولو هڅه یې کړې ده او د نقیب مسید قاتل راو انوار یې له نیولو وروسته بېرته په ضمانت خوشې کړی دی چې دا له لږکیو سره د یاد هېواد بې عدالتي ښیي.»

راپور زیاتوي، پاکستان نه یوازې دا چې د دې غورځنګ د پلویانو د غلي کولو هڅه یې کړې ده بلکې پر وړاندې یې د تشدد مخنیوی هم نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې پاکستان هڅه کوي د پښتنو ګڼ وژنې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه تېرې کړي.

په راپور کې له پاکستاني حکومته غوښتنه شوي چې د یاد غورځنګ پلویانو ته دې انصاف ورکړي او پر وړاندې دې له تشدده لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي