۰
د غزني ولایتي شورا:

غزني کې پر القاعده او حقاني وسله والو برید شوی/ ښايي د بن لادن زوی حمزه بن لادن هم وژل شوی وي

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د غزني د ولایتي شورا غړي وایي، دغه ولایت کې د القاعده او حقاني شبکو پر وسله والو برید شوی، چې ښايي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن هم په کې وژل شوی وي.
غزني کې پر القاعده او حقاني وسله والو برید شوی/ ښايي د بن لادن زوی حمزه بن لادن هم وژل شوی وي
د غزني د ولایتي شورا غړي وایي، دغه ولایت کې د القاعده او حقاني شبکو پر وسله والو برید شوی، چې ښايي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن هم په کې وژل شوی وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي هم تاییدوي، چې د غزني د ګیرو ولسوالۍ په ساقي خېلو کلي کې د ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا درې هوايي بریدونه تر سره شوي دي.

د دوی په وینا دغه بریدونه د چهارشنبې په شپه دوه بجې (د کب ۲۲ مه) د ګیرو ولسوالۍ د ساقي خېلو په کلي کې د القاعده او حقاني شبکو پر وسله والو شوي، چې ډېر وژل شوي په کې بهرنیان دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامران آزادۍ راډیو ته ویلي په دغه برید کې ۳۰ پورې وسله وال وژل شوي، چې د القاعده او حقاني شبکې سره تړاو لري.

د هغه په وینا په سیمه کې د خلکو تر منځ ګنګوسې دي، چې حمزه بن لادن هم په دې بریدونو کې وژل شوی او دا چې د وژل شویو کسانو ډېری بهرنیان دي، امکان لري حمزه بن لادن هم په کې شامل وي.

کامران زیاته کړې، دا چې د حمزه وژنه به د وسله والو لپاره سخت ګوزا وي نو له همدې امله هغوی نه غواړي، چې وژنه یې افشا کړي.

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم په ګیرو ولسوالۍ کې پر وسله والو د بریدونو او په ګې د ۳۱ وسله والو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه ځانمرګي برید کوونکي شامل دي، چې د برید په هدف په یاده سیمه کې سره راټول شوي وو.

بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په غزني کې پر بهرنیو وسله والو د بمبار خبره بې ځایه بللې او ویلي یې دي، چې په دې څو ورځو کې په دغه سیمه کې د کورنیو او بهرنیو وسله والو پر وړاندې هېڅ پېښه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي