ارګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په غبرګون کې، چې ګڼې افغان ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ویلي، ملي امنیتي ځواکونو هیڅوک هم بې محاکمې نه دي وژلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو او طالبانو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو افغان ولسمشرۍ ماڼۍ دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، ملي امنیتي ځواکونو هېڅوک هم بې محاکمې نه دي وژلي.
د ولسمشر ویاند شاحسین مرتضوي وايي، قانون امنیتي ځواکونو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د قانون خلاف عمل وکړي.
د هغه په وینا، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه پرون د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ارګ کې غونډه شوې او پکې د ملکیانو ژوند ته پر جدي پاملرنې ټینګار شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، د قاضیانو د کمښت ستونزې په برخه کې هم اقدام شوی او هڅه دا ده چې په ټولو سیمو کې عدلي او قضایي ادارې فعالې او خلکو ته په اړوندو چارو کې خدمتونه وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل