۰

کرزی:طالبان او حکومت دې اوربند وکړي

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د امریکايي او طالب پلاوو تر منځ خبرو کې له شویو پرمختګونو هرکلی کړی دی.
کرزی:طالبان او حکومت دې اوربند وکړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د امریکايي او طالب پلاوو تر منځ خبرو کې له شویو پرمختګونو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي حامد کرزی هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د ملي حاکمیت لپاره یوه ښه پیلامه واوسي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي کرزي په دواړو لورو غږ کړی، چې د افغانستان اوږدې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي او اوربند وکړي.

هغه له حکومته دا غوښتنه هم کړې، چې د ښه نیت په موخه هغه زندانیان له بنده خوشي کړی، چې د طالب په نامه په زندان خونو کې پراته دي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر اوږدې خبرې وړمه شپه پای ته ورسېږدې او دواړه لوري وایي، پرمختګ په کې شوی دی.

که څه هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو پر سر موافقه شوې، خو لاسلیک شوې نه ده، او د اوربند او افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو موضوع لا هم نا حل پاتې ده.

دا مهال دواړه لوري تللی، تر چې د وروستیو پرېکړو لپاره له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي