راپورونه وایي، مخ پټو وسله والو کسانو برازیل کې پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برید ځای نه دی معلوم خو د برازيل حکومت ویلي په دغه ښوونځي د مخ پټو وسله والو له خوا برید شوی دی.
د برازیل د حکومت په وینا په دې برید کې ۹ زده کوونکي او دوه د ښوونځي کارکوونکي وژل شوي او لس نور کسان ټپیان شوي دي.
که څه هم حکومت د برید کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، هغوی له برید وروسته ځانونه هم وژلي دي.
د برازیل حکومت زیاته کړې، چې د برید کوونکو اصلي موخه نه ده روښانه خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل