۰
عطامحمد نور:

ارګ د توطیو په جوړولو سره غواړي د بلخ ارام وضعیت ناارامه کړي

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وايي، ارګ د بلخ ولایت د خلکو د امنیت او ارام ژوند د ناارامه کولو لپاره په نویو توطیو لاس پورې کړی دی.
ارګ د توطیو په جوړولو سره غواړي د بلخ ارام وضعیت ناارامه کړي
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وايي، ارګ د بلخ ولایت د خلکو د امنیت او ارام ژوند د ناارامه کولو لپاره په نویو توطیو لاس پورې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور چهارشنبې شپه (د کب ۲۲مه) پر خپله فسبوک پاڼه د یوې بېړنۍ اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې ارګ د بلخ د خلکو پر وړاندې شومې برنامې تر لاس لاندې نیولې دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي«د مزار شریف ټولو متحرمو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا (نن) خپلو دندو ته حاضر نه شي، دغه راز د مارکېټونو او هټیو له خاوندانو هیله کېږی، چې د خپل امنیت او د ښاریانو د امنیت ساتنې په موخه خپل مارکېټونه او هټۍ وتړي.»

اعلامیه وړاندې وايي«ارګ د خلکو د ارام ژوند او امنیت د ګډوډولو لپاره نوې توطیې تر لاسه لاندې نیولې دي، ارګ له هغه تفاهم څخه چې په وروستیو کې یې له بلخ سره کړی، پرلپسې سرغړونه کوي، نو ښاریان دې خبر وي، تر چې ستونزه حل کېږي په خپلو کورنو کې دې پاتې شي.»

دغه راز په دې اعلامیه کې د ګذز له وکیلانو، د ناحیو له ریسانو، مخور، سپین ږیرو او د ټولنو له مشرانو غوښتنه شوې، چې د ښاغلي نور تر بل پیغام پورې انتظار وکړي، تر چې له هغوی سره لازمې مشورې وشي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې د ارګ توطیې څه او نه هم ارګ تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون ښودلی خو راپورنه وايي، چې ولسمشر غني د بلخ امنیه قوماندان اکرم سامع له دندې لرې کړی او پر ځای یې عبدالرقیب مبارز ټاکلی دی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې اکرم سامع نه دی توانېدلی د بلخ امنیت ټینګ او مدیریت کړي نو په همدې اساس له دندې لرې کړی شوی دی.

ښاغلي سادات ویلي، چې د نوي امنیه قوماندان د ښه راغلاست لپاره د پولیسو ۳۳۳ ځانګړې قطه بلخ ولایت ته رسېدلې، تر څو وضعیت تر کنټرول لاندې ولري.

هغه له کابل څخه بلخ د هغه د ملاتړو ځواکونو د لېږلو په اړه هم د بلخ ښاریانو او د مزار شریف خلکو ته ډاډ ورکړی، چې هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي.

نوموړي خبردارۍ ورکړی، چې د ولسمشر د حکم په پلي کولو کې به هېڅ ډول ځنډ ونه کړي او د هغه د لارښوونې او حکم پر اساس به خپله دنده سر ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:بلخ



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي