۰
ولسمشر غني:

د مهسا قاتلین باید د قانون په رڼا کې سخت مجازات شي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د یوې شپږ کلنې ماشومې وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، د پېښې قاتلین باید د قانون په رڼا کې سخت مجازات شي.
د مهسا قاتلین باید د قانون په رڼا کې سخت مجازات شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د یوې شپږ کلنې ماشومې وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، د پېښې قاتلین باید د قانون په رڼا کې سخت مجازات شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوې شپږ کلنه نجلۍ مهسا نومېږي او سړي تښتوونکو پنځه ورځې وړاندې د پلازمېنې کابل د ۱۵ مې حوزې اړوند د ۳۱۵ پروژې له سیمې تښتولې وه.

انسان تښتوونکو د دغه ماشومې له کورنۍ څخه درې لکه امریکایي ډالر غوښتي و، خو د هغې کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود.

راپورونه وایي، انسان تښتونکو دغه ماشومه نجلۍ دوه شپې وړاندې په ډېره بې رحمۍ سره وژلې او مړی یې تر یوه پله لاندې غورځولی وو.

د کابل پولیسو هم د پېښې پخلی وکړ او نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه یې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د مهسا د تښتولو او قتل دوه تنه اصلي عاملین یې نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان دغه دوه نیول شوي انسان تښتونکي رسنیو ته هم وښودل او هغوی د رسنیو پر وړاندې اعتراف وکړ، چې مهسا یې د پيسو لپاره تښتولې او له کورنۍ څخه یې درې لکه امریکايي ډالر غوښتي وو.

دغه پېښې نه یوزاې د عامو خلکو سخت غبرګونونه راپارولي، بلکې ولسمشر غني ته یې هم سخت ټکان ورکړی او شدید غبرګون یې ښودلی دی.

ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه کې ویلي«له دغه ډاروونکې پېښې چې وحشي اختطافچیانو ماشومه مهسا په شهادت رسولې ژور خواشنی یم.»

ښاغلي غني په دغه خبرپانه کې ویلي، چې دا ډول جنایت کاره او وحشیانه اعمال د منلو وړ نه دي.

افغان ولسمشر وايي، اړونده ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې یاد پېښه په جدي توګه وڅېړي او عاملینو ته یې د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې سخت مجازات کړي.
 
په خوله رسنیو هم خلکو له حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشر غني څخه غوښتي، چې د ماشومې مهسا قاتلینو ته په عام محضر کې سزا ورکړي او په دار یې وځړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي