د ارزګان امنیتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه(د کب ۲۱ مه) د ارزګان ولایت د مرکز په پنځه کیلومترۍ کې د کارېز په نوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې ویلي امریکایي ځواکونو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو د فکرمند غونډۍ پر قرارګاه برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم یادې امنیتي سرچینې ویلي، چې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه لري، خو د اروزګان د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي ویلي، په دغه برید کې د ملي اردو پنځه سرتېري شهیدان شوي او لس نور ټبیان شوي دي.
د هغه په وینا په دغه مرکز کې ملي اردو او پولیس دواړه مېشت وو.
د ترینکوټ د ملي روغتون یوې سرچینې هم ویلي، چې د پېښې له ځایه دوی ته درې تنه ټپیان وروړل شوي، چې د یوه روغتیايي حالت نازک دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل هم د پېښې پخلی کړی خو ویلي یې دی، چې په دغه برید کې ملي اردو ته نه بلکې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې مېشتو امریکايي ځواکونو دغه پېښه تایید کړې نه ده، خو ویلي یې دي، چې په اړه یې پلټنې کوي.
جمهورخبري آژانس:اروزګان