۰

ډاکترعبدالله له پخواني ولسمشر کرزي سره ولیدل

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.
ډاکترعبدالله له پخواني ولسمشر کرزي سره ولیدل
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي عبدالله پرون سه شنبې د کب ۲۱ مه په خپل استوګنځای کې له ښاغلي کرزي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او پر هېواد کې پر تل پاتې سوله ټینګار وکړ.

سرچینه وايي، دواړو لورو ټینګار کاوه، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره باید په کور د نهه او بهر هڅې همغږې شي تر څو په دې ملي مضوع کې د ټول هېواد استازي شتون ولري.

باید و ویل شي، چې ډاکتر عبدالله څو ورځې وړاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په غونده کې هم و ویل، چې د سولې لپاره ټول هڅې باید همغږې ښي او ټول سیاسي جریانونه باید په ګډه د سولې او د نظام د دفاع لپاره کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي