۰

د قطر خبرې پای ته ورسېدې/د مسودې له نهايي کېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۳
د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې پر افغان سوله خبرې پای ته ورسېد، تر اوسه پر څه موافقه نه ده شوې، خو دواړه لوري به د مسودې د نهايي کولو لپاره له خپلو مشرانو سره تر خبرو وروسته بیا سره کېني.
د قطر خبرې پای ته ورسېدې/د مسودې له نهايي کېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي
د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې پر افغان سوله خبرې پای ته ورسېد، تر اوسه پر څه موافقه نه ده شوې، خو دواړه لوري به د مسودې د نهايي کولو لپاره له خپلو مشرانو سره تر خبرو وروسته بیا سره کېني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې پرون سه شبنې د کب ۲۱ مه پر ځاي وخت د شپې په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې پای ته ورسېدې.

په دغه خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، اوربند او له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو بحثونه شوي دي.

سرچینې وایي، په خبرو کې پرمختګ شوی، دواړه لوري ترې خوښ ښکاري خو تر اوسه په څه موافقه نه ده شوې او دواړه لوري به د نهايي خبرو لپاره بیا سره کېني.

د قطر له خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په بل ګام کې په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو او نورو شریکانو سره خبرې کوي.

نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي«زما بل ګام په واشنګټن کې خبرې او له نورو شریکانو سره سلامشوره ده. موږ به (له طالبانو سره) ژر بیا سره ووینو، او تر څو چې پر هر څه موافقه نه وي شوې وروستۍ موافقه نشته.»

خلیلزاد زیاتوي، د ده په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د مخنیوي د تضمین او د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

هغه ویلي«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستي ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهايي شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسي حل او عمومي اوربند پر سر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

ښاغلي خلیلزاد په عین حال کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره څلور مسلې مهمې دي«د سولې لپاره پر څلورو مسلو موافقې ته اړتیا ده؛ د تروریزم پر ضد د مبارزې تضمین، د ځواکونو ایستل، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او هراړخیز اوربند. د جنورۍ د میاشتې په خبرو کې موږ پر دغو څلورو عناصرو په اصولو کې موافقې ته ورسېدو. اوس موږ د لومړیو دوو مسلو پر مسودې موافقه وکړه.»

طالبان وايي، له دې سره سره چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی، په قطر کې د طالبانو اوامریکایانو ترمنځ د سولې تر ټولو په اوږدو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

دا هم ویل شوي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر خبرو او اوربند هم دواړو خواوو خبرې کړي او د موافقې یو متن یا مسوده په دوو ژبو (غالباً پښتو او انګلیسي) ترتیب شوې ده.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې پر افغان سوله خبرې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۵ مه نېټه پیل شوې وې، چې پرون د مارچ ۱۲ مه د شپې ناوخته پای ته ورسېدې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي