په ناټو کې د امریکا استازې کای بیلي هاتسون وايي، ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او د ترهګرۍ تر ختمولو پورې به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هاتسون دغه څرګندونې په افغانستان کې د ټولو بهرنو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په لیدنه کې کړې دي.
مېرمن هاتسون ویلي له جنرال مېلر سره یې لیدلي او په افغانستان کې یې د ناټو د متحدینو په مرسته د ترسره شوو پرمختګونو او وروستیو لاس ته راوړنو په اړه خبرې ورسره کړې دي.
نوموړې زیاته کړې، چې په بروکسل کې وخت ناوخته د ناټو له غړو سره پر افغان مسلې بحثونه کوي او ټول په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستو ملاتړ دي.
هغې ټینګار کړی، چې ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او له افغان حکومت او افغانانو به یې ملاتړ د ترهګرۍ تر ختمولو پورې دوام ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل