۰
امریکا او هند:

پاکستان باید د ترهګرو پر ضد عملي اقدامات وکړي او ځالې یې له منځه یوسي

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
امریکا او هند یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي ګامونه پورته او ځالې یې له منځه یوسي.
پاکستان باید د ترهګرو پر ضد عملي اقدامات وکړي او ځالې یې له منځه یوسي
امریکا او هند یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد عملي ګامونه پورته او ځالې یې له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویجی ګوخالي کړې دي.

پمپیو او ګوخالي پرون دوشنبې د کب ۲۰ مه سره لیدلي او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټينګار کړی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدامات، وکړي، ځالې یې له منځه یوسي او له ملاتړه یې لاس واخلي.

د اعلامیې د معلوماتو پر بنسټ په دې لیدنه کې په هند کې د وروستۍ ترهګرې حملې، چې ۴۴ هندي سرتېري په کې و وژل شول او دغه راز د امریکا او هند تر منځ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو هم ټينګار شوی دی.

اعلامیه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قوله وايي، دوی د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هند د ولس تر څنګ په کلکه ولاړ دي.

بل خوا ویل کېږي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، پاکستان باید د جیش محمد وسله والې ډلې پر وړاندې چې پر هند سرتېرو د برید مسوولیت یې اخیستی، مانا لرونکی اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي