۰

دوحه کې د سولې خبرې جدي دي، پرمختګ په کې شوی خو لا هم سرې کرښې شته

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبان پلاو تر منځ پر افغان سوله درې اونۍ کېږي خبرې روانې دي، خو یې هم جزیات نه دي په ډاګه شوي.
دوحه کې د سولې خبرې جدي دي، پرمختګ په کې شوی خو لا هم سرې کرښې شته
د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبان پلاو تر منځ پر افغان سوله درې اونۍ کېږي خبرې روانې دي، خو یې هم جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو مرکچي پلاوي پرون دوشنبې له سهار تر ماخوستنه پر خبرو بوخت او داسې ښکاري، چې د دواړو خوا تر منځ جدي خبرې روانې دي.

سرچینې وايي، پرون ماښام له لمانځه وروسته د قطر ځینې لوړ پوړي چارواکي، چې د بهرنیو چارو وزیر یې هم په کې و، د مرکې خونې ته ورغلي او داسې ښکاري، چې له طالبانو سره یې خبرې کولې.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړې خواوې لاهم سرې کرښې لري چې پرې بحث کوي او تر اوسه نه ده معلومه، چې د نن ورځې تر پایه به کومې پرېکړې ته ورسېږي که نه.

ویل کېږي دواړه لوري په احتیاط ګامونه اخلي او ان په خبرو کې پر ادبیاتو او د ټکو پر مفهوم هم ډېر غور کوي.

سرچینې زیاتوي، دواړه لوري هڅه کوي روانو خبرو کې ډېر ژور فکر وکړي؛ ځکه دا د افغانستان او د سیمې هېوادونو د امنیت او پخلاینې لپاره د لومړۍ خښتې اېښودل دي، چې که کږه کېښودل شي نو تر پایه به کږه وي.

باید و ویل شي، د دغه خبرو ډېر جزیات ځکه نه شي تر لاسه کېدای چې دواړو لورو ژمنه کړې، چې د دوی تر منځ خبرې باید د مرکې له خونې ونه وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي