د هرات ډیلي تر منځ هوايي دهلېز پرانستل شو او په لومړي ځل له دې لارې د افغانستان څخه هند ته صادرات پیل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه هوايي دهلیز پرون دوشنبې د کب ۲۰ مه پرانستل شو، او په لومړیو صادراتو کې ۲۰۰ کیلو ګرام زعفران او ۱۲۰۰ کیلو ګرامه وچه میوه شامل وو.
د یاد دهلېز د پرانستلو په مراسمو کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي و ویل، د هرات-ډیلي د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت له مهمو اقتصادي پلانونو دي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.
په ورته وخت کې د هرات والي د دغه دهلېز پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.
نوموړي زیاته کړه، مخکې افغانستان پر یو هېواد متکی و خو اوس ډېرې هوايي او ځمکنۍ لارې لري.
د هرات د سوداګرۍ د خونو مشر سعد خطیبي وایي چې د دغه دهلیز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې میوې تر څنګ نور توکي هم استول کېدی شي.
باید و ویل شي، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دهلیز له لارې د سیمې هېوادونو او نړۍ ته صادرات کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو د نړیوالې والې ورځې په مراسمو کې وینا پر مهال و ویل، چې سږ کال د افغانستان صادرات یو میلیار ډالرو ته رسېدلي او په پام کې ده، چې دغه کچه راتلونکی کال تر ۲ میلیارد پورې ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:هرات