۰

د افغانستان، چين او پاکستان، درې اړخیزه غونډه وشوه

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونډه په کابل کې تر سره شوه.
د افغانستان، چين او پاکستان، درې اړخیزه غونډه وشوه
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونډه په کابل کې تر سره شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه نن دوشنبې د کب ۲۰ مه په کابل کې تر سره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وايي، د غونډې موخه د کابل او اسلام آباد تر منځ د باور فضا رامنځ ته کول، د سوداګریزه اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره کارنده مبارزه وه.

نوموړی وايي، دا چې په سیمه کې له یوې سیاسي حللارې پرته ترهګري په بشپړه توګه له منځه نه ځي نو اړینه ده چې د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره دولت پر دولت همکاري پیاوړې او دا چاره په سمه توګه ترسره شي.

بل خوا کابل کې د چین سفیر لیو جین سونګ ویلي، دوی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي.

د هغه په وینا چین په افغانستان کې د سولې د هغو خبرو هرکلی کوي چې رهبري او مالکیت یې د افغانانو وي.

په ورته وخت کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله  ویلي، دوی باید په دې غونډو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته بې اعتمادي له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، له شک پرته افغان سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده او دوی ترې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي