۰

کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیول شوې ده

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده.
کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د کب ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي نیول شوې مېرمنې دوه شپې وړاندې خپل خاوند د تبر په ګزار وژلی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه مېرمن نازي ګل د ضیاالدین لور او د کابل ښار د ۲۱ مې ناحیې اړوند د ملا ترخیل د ډاګ ده اوسېدونکې ده، چې خاوند یې په خپل کور کې وژلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مېرمن پرون د کب ۱۹ مه د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا د ښار د ۱۲ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوې، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې نیول شوې مېرمنې ولې خپل خاوند وژلی خو کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې د معلومولو لپاره پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي