عبدالله:

د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي باید د ولس باور تر لاسه کړي

20 حوت 1397 ساعت 10:44

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي باید د ټاکنو په تړاو د ولس باور بېرته تر لاسه کړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي باید د ټاکنو په تړاو د ولس باور بېرته تر لاسه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د کب ۲۰ مه د وزیرانو شورا غونډه کې و ویل، د یادو کمېسیونونو له نویو غړو تمه لري، چې د ولسمشرۍ، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په رڼه او بې پرې توګه تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدا د ټول ولس غوښتنه هم ده او د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي باید د ولس دغه غوښتنې درناوی ولري او د ټاکنو په تړاو یې باور تر لاسه کړي.

د ښاغلي عبدالله په وینا ټاکنې، چې د هېواد او ولس برخلیک ورسره تړلی، د کمېسیونونو د نویو غړو لپاره یو ملي مسوولیت دی او باید په سمه توګه یې تر سره کړي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو د کمېسیونونو نوي غړي څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا په یوه انتخاباتي پروسه کې غوره او له هغې وروسته د ولسمشر له خوا وټاکل شول.

دوی تېره هفته په ارګ کې د ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله او نورو چارواکو پر وړاندې د لوړې مراسم تر سره او په خپل کار یې رسمآ پیل وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com