د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی او د سفر موخه یې هم له افغان سولې ملاتړ ښودلی شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرمني رسنۍ وايي، ښاغلی ماس پرون یکشنبې د کب ۱۹ مه د افغانستان بلخ ولایت ته رسېدلی دی.
د جرمني ډی پي ای خبري آژانس ویلي، د بهرنیو چارو وزیر د بلخ مرکز مزارشریف کې مارمل په پوځي اډه کې د خپل هېواد له سرتېرو سره ولیدل.
دغه رسنۍ وايي، افغانستان ته د هایکو ماس د سفر موخه له افغان سولې ملاتړ او په دې برخه کې د جرمني د همکاریو تر سره کول دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او بیا هم د بن په شان د یوه کنفرانس کوربتوب وکړي.
هغه ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د جرمني ماموریت دوام ولري او له دغه هېواد سره به د جرمي مرستې او همکارۍ اوږدمهالې وي.
باید و ویل شي، جرمني دا مهال د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ په افغانستان کې زر تنه سرتېري لري، چې تر ډېره په مزار شریف کې مېشت دي.
جمهورخبري آژانس:کابل