۰

کندهار هوايي ډګر کې د نشه يی توکو ۱۲ قاچاق کوونکي نیول شوي

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
کورنیو چارو وزارت د کندهار په هوایي ډګر کې د نشه يی توکو د قاچاق په تور د ۱۲ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کندهار هوايي ډګر کې د نشه يی توکو ۱۲ قاچاق کوونکي نیول شوي
کورنیو چارو وزارت د کندهار په هوایي ډګر کې د نشه يی توکو د قاچاق په تور د ۱۲ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د کب ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاق کوونکي د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا تر پېژندولو وروسته نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، دغه کسانو په خپلو خېټو کې هیروئین ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې له هېواد بهر یې ولېږدوي، خو د پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو تر ۹ کیلوګرامه پورې نشه يي توکي هم تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي