۰
ډاکتر عبدالله:

د نظام د دفاع لپاره باید ټول کار وکړو، جمهوري نظام د معاملې وړ نه دی

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، حکومت او سیاسیون په ګډه باید د سولې او جمهوري اسلامي نظام د دفاع لپاره کار وکړي او دا د ټولو مسوولیت دی.
د نظام د دفاع لپاره باید ټول کار وکړو، جمهوري نظام د معاملې وړ نه دی
د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، حکومت او سیاسیون په ګډه باید د سولې او جمهوري اسلامي نظام د دفاع لپاره کار وکړي او دا د ټولو مسوولیت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې د کب ۲۰ مه د وزیرانو شورا کې خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت او ولس سوله غواړي، خو پر نظام هېڅ ډول معامله ورته د منلو نه ده.

نوموړي و ویل، چې د امریکا د استازو او طالبانو تر منځ پر سوله خبرې روانې دي، چې هم یې افغان ولس ته هیلې پیدا کړې او هم ترې اندېښمن دي.

د هغه په وینا د خلکو هیله مندي دې ته ده، چې جګړه او وژنې به نور پای ته ورسېږي، خو اندېښنه یې په دغه خبرو کې پر ځینو اصولو ده، چې په اړه یې معلومات نه لري.

دی واي ټول سوله غواړي خو د ځینو اصولو په نه شتون کې سوله مانا نه پیدا کوي، چې له دغه اصولو څخه یو هم ټاکنې دي، چې قدرت باید له همدغه لارې انتقال شي.

ډاکتر عبدالله وايي که څه هم سیاسي جریانونه بېلا بېل نظرونه لري، خو د ټاکنو له لارې د قدرت د انتقال په برخه کې له یو بل سره مواق دي.

نوموړي ټینګار وکړه، چې له نظام څخه د دفاع او د هغه د کلیت په برخه کې د هېواد د سیاسي جریانونو او شخصیتونو تر منځ هېڅ اختلاف نشته.

هغه و ویل«حکومت او سیاسي جریانونه له نظام څخه د دفاع ګډ مسوولیت لري، له نظام څخه دفاع په دې مانا نه ده، چې ولسمشر څوک دی او اجرائیه رییس څوک، بلکې هدف په ټول کې له نظام څخه دفاع ده، اسلامي والی، جمهوري والی او د ټاکنو له لارې د قدرت لېږد هغه اصول دي، چې په هېڅ ځای کې به پرې معامله ونه شي.»

ښاغلی عبدالله وایي، طالبان باید پوه شي چې نور ولس د دوی په تبلیغاتو او بېلا بېلو کړنلارو نه تېر وځي، بلکې ورسره بلد دي او نور تېرې کړنلارې ځای نه نیسي.

دی زیاتوي، همدې ته په کتو طالبان باید صادقانه کار وکړي، او کله چې سوله ټینګه شي بیا د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اړتیا نه لیدل کېږي، خو له نړیوالې ټولنې سره به د افغانستان همکارۍ دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي