۰
د (ملا عمر پټ ژوند ) کتاب چاپ شو

ملا عمر د امریکایانو یوې نظامي اډې ته څېرمه ژوند کاوه

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
په یوه تازه خپاره شوي کتاب کې چې د ملا عمر پټ ژوند نومېږي راغلي، چې نوموړي د امریکایانو یوې نظامي اډې ته څېرمه ژوند کاوه.
ملا عمر د امریکایانو یوې نظامي اډې ته څېرمه ژوند کاوه
په یوه تازه خپاره شوي کتاب کې چې د ملا عمر پټ ژوند نومېږي راغلي، چې نوموړي د امریکایانو یوې نظامي اډې ته څېرمه ژوند کاوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتاب یوې هالنډي لیکوالې او خبریالې بېټي ډم لیکلی او نوم یې د ملا عمر محرم ژوندی دی.

نوموړې په دغه کتاب کې لیکلي، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د حکومت تر سقوط وروسته پوره څلور کاله په زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته څېرمه ژوند کاوه.

په دغه کتاب کې د ملا عمر د ساتونکو سره هم مرکه شوې او هغوی هم ورته تایید کړې، چې ملا عمر زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته څېرمه ژوند کاوه.

دغه ساتونکو هالنډۍ خبریالې ته په مرکه کې ویلي، چې د ملا عمر د کور او نظامي اډې تر منځ یو ساعت پیاد مزل و.

دوی دا هم ویلي، چې دغه کور څو څو ځلې د بهرنیو ځواکونو له خوا تلاشي شوی هم دی، خو ملا عمر یې نه دی پیدا کړی.

یادې خبريالې ویلي ملا عمر په دې ښکلي کور کې یوازې له څو کسه ساتونکو سره ژوند کاوه، خو امریکايي ځواکونه بریالي نه شول چې هغه ونیسي.

د هغې په وینا امریکايي پوځیان به امکانات لري، خو د معلوماتو له اړخه دوی خورا کمزوري ثابت شوي دي.

د یادونې ده، چې خبریالې بيټي ډم مخکې د کرزي په اړه (يو سړی او يو موټرسايکل )کتاب هم ليکلی وو چې نړۍ کې ډېر مشهور شو.

که څه هم دغه خبریالې په یاد کتاب کې ویلي، چې ملا عمر په زابل کې اوسېده او پاکستان ته نه دی تللی، خو د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په ګډون یو شمېر چارواکي او سیاسیون دا خبره په کلکه رد کړې، چې ګڼې ملا عمر په افغانستان کې ژوند کاوه.

دوی وايي، کره اسناد لري، چې ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کاوه او همغلته مړ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي