۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن دوشنبې شپه (د کب ۲۰) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تر سره شي.

ټاکل شوې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه بشپړ رپوټ وړاندې کړې.

دغه غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ورغلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب نیویارک ته رسېدلی او په دغه غونده کې به ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي