د افغانستان د پوهنتونو د استادانو اتحادیه وایي، دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۵ ماده تطبیق کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استادان په یوه اعلامیه کې زیاتوي له میاشتو او کلونو راهیسې د کادري غړو د امتیازاتو لپاره له قانوني لارو اړوندو ادارو ته تللي دي خو تل ژمنې ورسره شوې او عملي شوې نه دي.
د دوی په وینا سره له دې چې دا پرېکړه ورته سخته ده، خو دوی د حکومتي مسوولینو له لوري اړ شوي چې په اعتصاب لاس پورې کړي.
د پوهنتونونو استادان وايي، تر هغه چې ددوی غږ وا نه ورېدل شي، دوی به په ټول افغانستان کې خپل درسي اعتصاب ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل