افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ دولتي پوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن شنبې د کب ۱۸ مه دغه ولایت ته رسېدلی دی.
ارګ په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو بهیر هم له نېږدې څاري او دغه راز به د دې ولایت د بېلا بېلو اقشارو سره جلا جلا وګوري.
باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ کونړ ولایت ته هم سفر کړی و او هلته یې له ۷۰ میلیونه زیاتو افغانیو په لګښت څو پروژې پیل کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل