۰
ملګري ملتونه:

تل پاتې سوله هله راتلی شي، چې افغانان خپلو کې خبرو ته کېني

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
ملګري ملتونو وایي، په افغانستان کې تل پاتې سوله هغه مهال شونې ده، چې افغانان خپلو کې خبرو ته سره کېني او سوله وکړي.
تل پاتې سوله هله راتلی شي، چې افغانان خپلو کې خبرو ته کېني
ملګري ملتونو وایي، په افغانستان کې تل پاتې سوله هغه مهال شونې ده، چې افغانان خپلو کې خبرو ته سره کېني او سوله وکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر خپل مرکزي دفتر ته په استولي راپور کې کړې دي.

دغه راپور چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته سپارل شوی، ټینګار شوي، چې تلپاتې سوله د بین الافغاني مذاکراتو په صورت کې ممکنه ده.

ملګري ملتونه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېرې اوونۍ راهیسي د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي.

په دې خبرو کې د غیر رسمي سرچینو له قوله پام وړ پرمختګ شوی دی خو رسمي جزییات یې لا هم نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي