۰

ننګرهار کې طالب ولسوال له خپلو ۱۰ ملګرو سره وژل شوی

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ لپار طالب ولسوال له خپلو ۱۰ نورو وسله والو سره وژل شوی دی.
ننګرهار کې طالب ولسوال له خپلو ۱۰ ملګرو سره وژل شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ لپار طالب ولسوال له خپلو ۱۰ نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شبه (د کب ۱۴مه) د شېرزادو ولسوالۍ په ګندومک سیمه کې عملیات کړی دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د چپرهار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له یوه بل قوماندان او ۱۰ طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.

د هغه په وینا وژل شوی طالب ولسوال سبحان الله نومېږي، چې په شاهین عادل مشهور و او دغه راز په عملیاتو کې درې نور کسان هم نیول شوي دي.

دی وايي، په دې عملیاتو کې ۷ سوه کیلوګرامه نشه يي توکي، یو لابراتوار، څو عرادې موټر سایکلونه، سپکې او درنې وسلې، ماینونه او یو شمېر نور مهمات له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په يوه جلا عمليلاتو کې د داعش ډلې ٧ وسله وال وژل شوي او د هغوى دوه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي