په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د کب ۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د تېرې ورځې سهار له ۴ بجو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د قیبچاق افغانیه او میملک سیمو کې پیل شوي و چې د مازیګر تر څلورو پورې یې دوام درلود.
خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د دوه قوماندانانو مولوي ظریف او ملا نور الدین په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې پر طالبانو هوايي برید شی، چې په کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو کسانو کې د ملا موسی او مولوي اسماعیل په نوم دوه طالب قوماندانان هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:جوزجان