۰

امریکا هڅه کوي افغان سوله د هند او پاکستان له کړکېچ له اغېز بچ کړي

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۱
د هند او پاکستان تر منځ مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ ته په کتو امریکا هڅه کوي، چې افغان سوله د دغه کړکېچ له اغېز څخه وژغوري.
امریکا هڅه کوي افغان سوله د هند او پاکستان له کړکېچ له اغېز بچ کړي
د هند او پاکستان تر منځ مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ ته په کتو امریکا هڅه کوي، چې افغان سوله د دغه کړکېچ له اغېز څخه وژغوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند او پاکستان د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۵ مې کړکېچ زیات شوی او یو پر بل یې بریدونه وکړل.

تر دغه بریدونو وروسته پاکستاني چارواکو په وار وار و ویلي و، چې که د هند او پاکستان ستونزه لویه شي، نو دا به پر افغان سولې هم منفي اغېز وکړي.

خو جګپوړو امریکايي چارواکو ویلي، د پاکستان دا خبردارۍ د دې مانا لري، چې ګه د هند او پاکستان کړکېچ زیات شي نو پاکستان به د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اسانتیا رامنځ ته کول بس کړي او پر طالبانو به فشار ودروي او د سولې له ملاتړه به لاس واخلي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد ا رویټرز خبري آژانس ته ویلي، له کله چې له هند سره کړکېچ زیات شوی، پاکستان خپل تمرکز د افغانستان له پولې د هند پولې ته اړولی او دا به د سولې پر روانو خبرو منفي اغېز ولري.

امریکايي چارواکي تاییدوي چې په وروستیو کې پاکستان د افغانستان د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته کړې ده، خو په عین حال کې وايي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي.

خو د امریکايي چارواکو په وینا دوی هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې خبرې د هند او پاکستان د کړکېچ له زیانه وژغوري.

لوړ پوړو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي امریکا له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او په کلکه یې ترې غوښتي، چې له هند سره خپل کړکېچ کم کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي