۰
د اروپايي ټولنې سفیران:

د سولې له تړون وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کوو

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې تر توافق لیک وروسته به پر افغانستان جدي تمرکز وکړي.
د سولې له تړون وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کوو
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو افغان حکومت ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې تر توافق لیک وروسته به پر افغانستان جدي تمرکز وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه ماښام په دلکشا ماڼۍ کې لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ترسره شویو اصلاحاتو، د افغانستان په محوریت د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په مشارکت د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني ویلي، چې د سولې له تړون وروسته د پرمختیايي برنامو په پلي کولو کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لازم اقدامان شوي دي.

د اروپایي ټولنې د هېوادونو سفیرانو د افغانستان د انتخاباتو او د سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د سولې له تړون وروسته به پر افغانستان جدي تمرکز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي