۰
سرچینې:

ملګري ملتونه، د اسلامي همکارۍ سازمان او ناورې د طالبانو او امریکایانو د احتمالي موافقې تضمین کوي

دوشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
راپورونه وايي، د ملګرو ملتونو او ناروې استازي استازي د امریکا او طالبانو له مرکچیانو سره تخنکي مرسته کوي او د اسلامي همکارۍ سازمان استازي به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.
ملګري ملتونه، د اسلامي همکارۍ سازمان او ناورې د طالبانو او امریکایانو د احتمالي موافقې تضمین کوي
راپورونه وايي، د ملګرو ملتونو او ناروې استازي استازي د امریکا او طالبانو له مرکچیانو سره تخنکي مرسته کوي او د اسلامي همکارۍ سازمان استازي به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې سرچینو ویل دوی به د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې د تضمینوونکي رول ولري.
که څه هم د دې خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو پرون ځینو سرچینو ویل چې په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي ځنې موافقې وشې.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله پنځم پړاو خبرې تېره اوونۍ د فبرورۍ ۲۵ مه پیل شوې وې، خو تر دوه ورځو خبرو وروسته دوه ورځې دغه مذاکرات بېرته وځنېډل.

خو د تېرې شنبې په ورځ دا خبرې بیا پیل شوې چې دواړه لوري وايي، ښې پر مخ روانې دي ولې تر اوسه کومه موافقه نه ده شوې.

پرون ځینو سرچینو ویلي و، چې که چېرې دواړه لوري د ورځې تر پای پورې بشپړې موافقې ته ورسېږي ښايي مذاکرات پای ته ورسېږي، خو که موافقه ونه شي ښايي د اوونۍ تر پای پورې دوام وکړي.

په دغه خبرو کې طالب لوری د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او امریکايي لوری پر اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو ټينګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي