۰

بغلان کې د طالبانو پر یوه مهم پټنځایه برید شوی

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه مهم پټنځای چاپه وهلې ده.
بغلان کې د طالبانو پر یوه مهم پټنځایه برید شوی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه مهم پټنځای چاپه وهلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د کب ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د مرکز د پلمخري او سمنګان ولایت تر منځ پر لویه لار د بغلان ولایت په ساقي ملایان سیمه کې د طالبانو پر پټنځایه عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، دغه عملیات د طالبانو د یوه قوماندان قاري جنت ګل مشهور په شاهین په پټنځایه شوي، چې په ترڅ کې یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې د ملی امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي.

خبرپاڼه وايي، قاري جنت ګل د ۱۵ کسیزه ډلې قوماندان دی چې د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې وسله وال فعالیت لري او تل د پلخمری او مزار تر منځ لار باندې مسافر ځوروي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي