۰

د سولې په مرکچي پلاوی کې په بدلونونو کار روان دی

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۷
افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي د شمېر په زیاتوالي او لازمو تغراتو کار پیل کړی او په دې برخه کې یې د ګڼو سیاسیونو او نورو اړخونو سره سلا مشورې پیل کړې دي.
د سولې په مرکچي پلاوی کې په بدلونونو کار روان دی
افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي د شمېر په زیاتوالي او لازمو تغراتو کار پیل کړی او په دې برخه کې یې د ګڼو سیاسیونو او نورو اړخونو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن شنبې د کب ۱۱ مه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې ده.

نوموړي حکومت د افغانستان له سیاسیونو او نورو بېلابېلو اړخونو غوښتي، چې خپل لېست حکومت ته وړاندې کړي تر څو حکومت د دغو لېستونو په رڼا کې د سولې یو اغېرمن ټېم رامنځته کړي.

ولسشمرۍ ماڼۍ وايي،دوی د مرکچي پلاوي له اعلان سره سم د سولې پروسې ارزونه کړې وه او دایې ویلي و چې د دې ټېم په غړو کې زیاتوالی راتلای شي.

چخانسوري په دغه غږیز پیغام کې ویلي« افغان حکومت له هم هغه لومړې ورځې څخه چې مرکچي پلاوی یې اعلان کړی و د سولې د ټول بهیر ارزونه کړې وه چې په مختلفو پړاونو کې باید مرکچي پلاوی باید په کوم ترکیب سره اوسي، او اغېزمن توب ولري.»

افغان حکومت پر داسې مهال د سولې د مرکچي پلاوي پراخولو خبر ورکوي چې نن شنبه په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې په تړاو پنځم پړاو خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي