د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ د پیل خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده اداره وايي، دغه بهیر تر درې میاشتې ځنډ وروسته پرون جمعه د کب ۱۰ مه پیل شوې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره unhcr زیاته کړې، چې دا مهال په پاکستان کې نږدې ۱.۴ میليونه افغان کډوال اوسېږي چې د پاکستان، افغانستان او unhcr د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.
باید و ویل شي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونکو کډوالو سره یو څه اندازه نقدي مرسته هم کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل