ملي دفاع وزارت وايي، افغان ګډو ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات تر سره کړي او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د کب ۹ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، ګډو افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو پر ضد څلور پلان شوي، چاڼیز، ۶۹ کمانډويي او ۱۸ هوايي عملیات تر سره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۱۰۳ وسله وال وژل شوي، ۳۸ تنه ټپیان او د څلور شکمنو کسانو په ګډون ۸ تنه نیول شوي دي.
دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل