۰

د پاکستان او هند کړکېچ پر افغانستان اغېز نه شي لرلی

پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان سوله کورنۍ مسئله ده او دا په هند یا پاکستان پورې هېڅ تړاو نه لري.
د پاکستان او هند کړکېچ پر افغانستان اغېز نه شي لرلی
د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان سوله کورنۍ مسئله ده او دا په هند یا پاکستان پورې هېڅ تړاو نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي د سولې روانې هڅې د افغان حکومت ابتکار دی او د پاکستان او هند کړکېچ پر افغانستان غېز نه شي لرلی.

نوموړي زیاته کړې له پاکستان غوښتل شوي چې یوازې په سوله کې همکاري وکړي او په وینا یې  پاکستان اړ دی چې په سوله کې رښتینی چلند وکړي ځکه د افغانستان امنیت نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې په ګټه دی.

نوموړي د افغانستان د سولې په بهیر د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د اغیزو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ناسمې بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي تیره ورځ خبرداری ورکړی وو، چې پر پاکستان د هند برید به د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان او امریکا په ګډو هڅو اغیزه وکړي.

په ورته وخت کې افغان د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ په اړه په خپل لومړني غبرګون کې د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي