۰

ازبکستان کې چاودنې ۲۲ تنه ټپیان کړي دي

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
ازبکستان کې په یوه کېنیک کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
ازبکستان کې چاودنې ۲۲ تنه ټپیان کړي دي
ازبکستان کې په یوه کېنیک کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د کب ۷ مه د ازبکستان ختیځ ښار اندیجان کې شوې ده.

د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چاودنه یوه کلېنیک کې شوې، چې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، ښايي چاودنه د کېنیک د تودوخې په سیستم کې د فني خرابۍ له امله رامنځ ته شوې وي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي