ازبکستان کې په یوه کېنیک کې چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د کب ۷ مه د ازبکستان ختیځ ښار اندیجان کې شوې ده.
د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چاودنه یوه کلېنیک کې شوې، چې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، ښايي چاودنه د کېنیک د تودوخې په سیستم کې د فني خرابۍ له امله رامنځ ته شوې وي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل