۰
سرچینې:

د سولې په اړه مشورتي جرګې ته طالبان هم غوښتل کېږي

دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۳
د افغانستان د سولې عالي شورا سرچینې وايي، د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي.
د سولې په اړه مشورتي جرګې ته طالبان هم غوښتل کېږي
د افغانستان د سولې عالي شورا سرچینې وايي، د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا یو سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي له طالبانو سره لویه جرګه کې د ګډون په اړه نا مستقیمې خبرې روانې دي او ځواب ته یې په انتظار دي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري هم رسنیو ته ویلي، چې اوس په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو د ګډون پر څرنګوالي کار روان دی.

د هغه په وینا دا مسله به له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو په پنځم پړاو کې، چې نن په قطر کې پیلېږي، مطرح شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالی شورا د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر عمر داودزي نن دوشنبې د کب ۶ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې سږ کال به د سولې کال وي.

نوموړي زیاته کړه د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو اصلي موخه د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځ ته کول دي او دغه جرګه به له طالبانو سره د سولې په اړه حکومت ته نقشه په لاس ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې د جرګې غړي به د افغانستان په کچه ۲ زره وي او درې ورځې به دوام ولري، خو که اړتیا شوه هم به د جرګې د غړو شمېر زیات شي او هم به دوه ورځې نوره وغځېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرو کې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د نوي رییس ملا عبدالغني برادر د ګډون هرکلی وکړ.

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، ملا عبدالغني برادر خپلواک مزاجه او خبرې یې داسې دي، چې خپله تصمیم نیولی شي.

د سولې عالی شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي، په نننۍ غونډه کې و ویل«له ملابرادر سره مې په پاکستان کې د سفارت پر مهال کتلي، نوموړی په زندان کې و، کله مې چې ولید، داسې مې وپتیله چې د ملا برادر مزاج خپلواک دی او خبرې یې داسې وي، چې خپله تصمیم نیولی شي، هغه فکر استقلال درلوده.»

ښاغلي داودزي ټینګار وکړ، چې ملا برادر خپلواکه فکر لري، تصمیم نیولی شي او تمه ده، چې د قطر په خبرو کې د هغه ګډون په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي