۰

افغانستان له ایرلنډه د ۲۰ اوریزه لوبو سریز درې صفر وګټلو

دوشنبه ۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډۍ لوبډلې د شل اوریزه لوبو لړۍ درې صفر وګټله او په همدې لوبو کې یې پرې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.
افغانستان له ایرلنډه د ۲۰ اوریزه لوبو سریز درې صفر وګټلو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډۍ لوبډلې د شل اوریزه لوبو لړۍ درې صفر وګټله او په همدې لوبو کې یې پرې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ ورستۍ شل اوریزه لوبه پرون یکشنبې د کب ۵ مه ماښام مهال په هند کې پیل شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ وګټلو او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شبږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې حضرت الله ځاځی د وړمې ورځې د لوبې په څېر ونه ځلېده خو محمد نبي وکولای شول، چې د لوړو شپیزو پر مټ ۸۱ منډې وکړي او د افغانستان هدف ۲۱۱ ته ورسوي.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د ایرلنډ لوبډلې پیل ښه نه و، ځکه تکړه توپ وهونکی سټرلینګ یې ژر وسوځېده، خو تر هغو وروسته کیون اوبراین ودرېده او یو مهال داسې ښکارېده، چې لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.

د خو د افغان توپ اچوونکي راشد خان ښې توپ اچوونې او په یوه اور کې د دریو لوبغاړو سر په سر سوځول(هټرک) د ایرلنډ ملا ورماته کړه.

ایرلنډ د ۲۰ اورونو په پوره کولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې او افغانستان ترې دغه لوبه د ۳۲ منډو په توپیر وګټله.

باید و ویل شی، چې تر دې ووروسته د افغانستان او ایرلنډ تر منځ پنځه یو ورځنۍ یا پنخوس اوریزه او دغه راز یوه ټسټ لوبه هم تر سره کېدونکې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي