۰

اسدالله خالد له هنده په امنیتي او دفاعي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې

یکشنبه ۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۲
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هند د بهرنیو چارو وزیرې آغلې سوشما سوراج سره په نوي ډیلي کې لیدلي دي.
اسدالله خالد له هنده په امنیتي او دفاعي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هند د بهرنیو چارو وزیرې آغلې سوشما سوراج سره په نوي ډیلي کې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر اسدالله خالد او د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دغه کتنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې اترې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت څخه نن یکشنبې د کب ۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي خالد له افغانستان سره د هند په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخه کې د همکاریو څخه مننه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي په دې خبرو کې له افغانستان سره په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخو کې د لا نورو همکاریو غوښتنه کړې ده.

به ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اغلې سوراج ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له پوځ سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي