د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هند د بهرنیو چارو وزیرې آغلې سوشما سوراج سره په نوي ډیلي کې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر اسدالله خالد او د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دغه کتنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې اترې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت څخه نن یکشنبې د کب ۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي خالد له افغانستان سره د هند په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخه کې د همکاریو څخه مننه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي په دې خبرو کې له افغانستان سره په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخو کې د لا نورو همکاریو غوښتنه کړې ده.
به ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اغلې سوراج ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له پوځ سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل