راپورونه وايي، چین او امریکا هڅه کوي، چې تر خپل منځ سوداګریزه او اقتصادي اړیکې ښې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د چین یو لوړ پوړی دیپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی.
دوی به له امریکايي لوري سره د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره جدي خبرې پیل کړي.
په ورته وخت امریکايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې رامنځ ته شوې ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل شي.
دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر بلې لیدنې خبرې وکړي او په هغه کې به یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.
باید و ویل شي، چې د امریکا او چین ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په سوداګریزه برخه کې ستونزې راولاړې شوې وي چې اوس یې دواړه لوري حل جدي ښکاري.
جمهورخبري اژانس:کابل