۰

د ولسمشر دوهم مرستیال: بله نیابتي جګړه نباید پر موږ وتپل شي

شنبی ۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سیمې هېوادونه نباید د سولې په پلمه یو بله نیابتي جګړه پر افغان ولس وتپي.
د ولسمشر دوهم مرستیال: بله نیابتي جګړه نباید پر موږ وتپل شي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سیمې هېوادونه نباید د سولې په پلمه یو بله نیابتي جګړه پر افغان ولس وتپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم دانش د کوم هېواد نوم وانخیست خو ښکاري چې اشاره یې د هند او پاکستان تر منځ وروستي تاوتریخوالي ته وي.

نوموړي چې تېره ورځ جمعه د کب ۳ مه کابل کې د مدني ټولنې استازو سره یوه غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي، نه دا چې خپلې جګړې پر افغان ولس وتپي.

د هغه په وینا د سیمې هېوادونه د افغان سولې او ثبات د زمینې برابرو په برخه کې مرسته کولی شي، خو دا فکر نور باید ونه کړي، چې خپلې نیابتي جګړې به پر افغان ولس وتپي.

ښاغلي دانش و ویل«موږ نن هم د دولت او هم د ملت په توګه په جګړه کې ماته نه ده خوړلې او نه مو کوم داسې کار کړی، چې سرټیټي و، او د سولې لپاره زاری وکړ او د ولسمشر په تعبیر د کمزوري دریځ څخه د سولې ګدايي وکړ.»

د ولسشمر د دوهم مرستیال په وینا که دا وسله وال طالبان دي، چې باید د خلکو د وژلو په اړه چې تر سره کړي یې دي، ځواب ویوونکي وي.

دانش دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په هندي کشمیر کې تر خونړي برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ زیات شوی او دواړو یو پر بل د برید ګواښونه کړي دي.

همدې کړکېچ ته په اشارې په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله او د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور ویلي، که هند پر پاکستان برید وکړي، نو دا کار به د افغان سولې خبرې هم زیانمنې کړي.

شنوونکي وايي، د پاکستان چارواکو دغه ډول څرګندونې پرته له دې چې غواړي له هند سره خپله مسله افغانستان ته راکاږي او د خپلو اهدافو لپاره یې پر افغان سولې پورې وتړي بل څه نه دي.

په همدې خاطر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې غیر منطقي وبللې او کابل کې پاکستان سفیر احضار او یو اعتراض لیک یې ورته وسپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي