۰

ټاکنیزو کمېسیونونو ته نوماندان به نن ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورمعرفي شي

پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته نوماندان کمېشنران به ولسمشرۍ ماڼي ته ورمعرفي شي.
ټاکنیزو کمېسیونونو ته نوماندان به نن ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورمعرفي شي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته نوماندان کمېشنران به ولسمشرۍ ماڼي ته ورمعرفي شي.

د دغه بنسټ ویاندې مروه امیني جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه ۱۵ تنه نوماندان به نن پنشنبې د کب دوهمه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورمعرفي شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ۱۵۰ تنو نوماند کمېشنرانو د اسنادو ارزونه پای ته رسېدلې، چې له دې ډلې د ۱۵ تنو نوملړ به ولسمشرۍ ماڼې ته ولېږل شي.

د هغې په وینا په دغه نوملړ کې پنځه مېرمنې هم شته دي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو قانون په تعدیل سره د دغه کمېسیونونو مشران او غړي په اتومات ډول له دندو لرې کړای شول او اوس به یې پر ځای نور کسان ګمارل کېږي.

د ټاکنیزو کمېسیونو غړي نه یوازې دا چې له دندو لرې کړای شوي، بلکې په تېرو ټاکنو کې په درغلۍ او فساد هم تورن شوي، چې پر همدې بنسټ لوی څارنوالۍ له هېواده مننوع الخروج اعلان کړي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي