د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زید آل نهیان سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي خالد او ښاغلي نهیان تر منځ دغه کتنه پرون چهارشنبې د کب اوله په ابوظبۍ کې سره لیدلي دي.
که څه هم د د دواړو تر منځ د لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ښاغلي خالد د دغه سفر په ترڅ کې په عربي متحد اماراتو کې له نړیوال دفاعي نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.
باید و ویل شي، دغه دا نندارتون چې ترڅنګ یې پر امنیتي چارو کنفرانس هم دی له څلورو ورځو راهیسې په ابوظبۍ کې پرانېستل شوی دی او نن یې وروستۍ ورځ ده.
د یادونې ده، چې دا دفاع وزارت ته د اسدالله خالد تر ټاکل کېدو وروسته د هغه لومړنی بهرنی سفر دی، چې تر سره کوي یې.
جمهورخبري آژانس:کابل