کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل ښار کې د ۳۹ میله وسلو او یوه اندازه مهماتو د نیولو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه وسلې او مهمات له ننګرهار څخه کابل ته رالېږدول کېد، چې د ښار په ورودي دروازه پلچرخي کې کشف او ونیول شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۳۹ میله تومانچې او یوه اندازه مهمات په یو عراده مرسډیز موټر کې ځای پر ځای او کابل ته لېږدول کېدې، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا کشف او ونیول شوې.
سرچینه وايي، دغه وسلې کابل ته د ترهګریزه بریدونو په موخه لېږدول کېدې، چې د لېږد په تور یې دوه تنه هم نیول شوي او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل