۰
ټرمپ:

برېتانیا او اروپايي ټولنه دې خپل داعشیان تسلیم شي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دی او امریکا له خپلو متحدینو غواړيي، خپل داعشي اتباع تسلیم شي.
برېتانیا او اروپايي ټولنه دې خپل داعشیان تسلیم شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دی او امریکا له خپلو متحدینو غواړيي، خپل داعشي اتباع تسلیم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه ویلي د سوریې په جګړه کې څه باندې ۸۰۰ افراطي وسله وال نیول شوي دي.

نوموړي له برېتانیا، جرمني او نورو اروپايي ملګرو غوښتنه کړې، چې په سوریه کې د داعش ډلې تسلیم شوي جنګیالي، چې د دغه هېوادونو اتباع دي و ورنیسي او محاکمه یې دې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ټینګار کړي، چې داعش ډله د زوال په حال کې ده خو اوس د نورو وخت دی چې تر خپله وسه اقدامات وکړي.

د هغه په وینا دوی به د داعش پر وړاندې له بریا وروسته له سوریې خپل پوځیان وباسي.

راپورونه وایي د اروپا او نورو هېوادونو سلګونه وګړي منځني ختیځ ته تللي چې د افراطي ډلو په پلوي په جګړو کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي