۰
د امریکا د کانګرس غړي:

غنی زموږ د مرستې لپاره کلک دلایل لرل، له افغانسانه ځواکونه نه باسو

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره یې مخالفت کړی دی.
غنی زموږ د مرستې لپاره کلک دلایل لرل، له افغانسانه ځواکونه نه باسو
د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره یې مخالفت کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، د ګانکرېس څو مخکښو غړیو او مشرانو پرون شنبې د سلواغې ۲۸ مه د جرمني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر غني سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې ريیس جیم اینهوف، د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس جیم ریچ او دغه راز د سناتور باب مینیندیز او مک تارونبیري په ګډون د متحدو ایالتونو د کانګریس یو شمېر غړیو ګډون درلود.

د ډیفینس نیوز په راپور کې ویلي د کانګریس غړیو له قوله ویلي، چې دوی له ښاغلي غني سره د سولې د پروسې، د امریکايي پوځیانو د حضور او د روسیې د وروستیو ښکېلتیاوو په اړه خبرې وکړې.

امریکايي رسنۍ وايي، د کانګرېس غړو په خپلو خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له هغه پلان سره مخالفت وکړ، چې د دوی په خبره د افغانستان شرایطو ته له کتو پرته په بېړه جوړ شي.

په راپور کې د کانګریس غړیو ویلي، ولسمشر غني له دوی سره د بندو دروازو شاته په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په افغانستان کې شرایطو ته په کتو د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي.

د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې رييس ښاغلي اینهوف ویلي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه ماموریت په خاطر، چې په غاړه یې دی، زموږ د مرستې لپاره کلک دلایل لرل، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا کانګرېس د وسله والو خدماتو کمېټې رییس اینهوف وړاندې هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی و، او خبرداری یې ورکړی وو چې دوی به د ټرمپ ادارې ته اجازه ورنکړي، چې سرتېري له افغانستانه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي