راپورونه وايي، د امریکا شیکاګو ته څېرمه ارورا ښار کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون جمعه د هنري پرټ په نوم یوه کارځی کې د یوه وسله وال کس له خوا شوی، چې په ډزو یې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ټپي شوي کسان پولیس دی او برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.
تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه خو پولیسو ویلي، بریدګر ګري مارټین نومېږي چې ۴۵ کلن دی.
د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلي له خپلو سرتېرو مننه کوي، ځکه چې د بریدګر مخې ته ډال ګرځېدلي او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل